د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د روانې مياشتې په ١٦مه نېټه زموږ خبريال په ګوانګ جو ښار کې له يوې خبري ناستې څخه خبر واخيست چې د ٢٠١٧ کال لپاره د بريکس هېوادونو د سپورټي لوبو د چمتوالي بېلا بېل کارونه تر سره شوي اودغه سپورټي لوبې به د روانې مياشتې په ١٧مه نېټه په ګوانګ جو ښار کې پيل شي.
د چين د سپورټي چارو د عمومي ادارې د سيالۍ څانګې مرستيال يانګ شان ده په يوه غونډه کې وويل چې د دې لوبو د جوړېدو پرېکړه د ٢٠١٦ کال لپاره د هند د ګوا په ملاقات کې د پنځو بريکس هېوادونو مشرانو له خوا وشوه.د بريکس هېوادونو نهمه سرمشريزه غونډه به د روان کال په سپتمبر مياشت کې په شان من ښار کې تر سره شي.يادې لوبې به د ٢٠١٧ کال لپاره د بريکس هېوادونو ترمنځ د همکاريو يو مهم فعاليت وي او د دغو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې يوه بېلګه هم ده چې له دې امله به د بريکس هېوادونو ترمنځ سپورټي همکاري او کلتوري تبادلې پياوړې شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |