د سين هوا اژانس د خبر له مخې،په م م کې د چين دايمي استازي ليو جيه يي د جون په ۱۵مه نېټه وويل چې د افريقايي ټولنې په ګډون سيمه ييز سازمانونه د افريقايي مسئلو د حلولو لپاره ځانګړې تجربې لري.د م م امنيت شورا بايد د افريقا لايحې او نظريې مراعات کړي.
امنيت شورا په همدې ورځ د م م او افريقايي ټولنې ترمنځ د همکارۍ مسئلې د سنجش په اړه يوه غونډه تر سره کړه.ښاغلي ليو جيه يي په خپله وينا کې وويل چې د افريقا يو شمېر سيمې په سياسي،امنيتي او بشري برخو کې لاهم له سختو ننګونو سره مخامخ دي.د بوکو حرام ډلې په ګډون د ترهګريزو ډلو عمليات لاهم افريقايي امنيت ته ګواښونه رسولی شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |