CRI Online

د استانا اقتصادي فورم پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 16:38:17


د استانا د لسمې دورې اقتصادي فورم د جون په ۱۵مه نېټه د قزاقستان په پلازمينه استانا کې پرانيستل شو. د سلو هېوادونو د سياسي، اقتصادي او پولي څانګو او نړيوالو سازمانونو څه باندې څلور زرو استازو په دې دوه ورځني فورم کې ګډون کړی. نوې انرژي او نوی اقتصاد د سږني فورم سرليک دی او د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه تر توده بحث لاندې ده.

د نوموړي فورم په لومړۍ ورځ ګډون کوونکو د نړيوال اقتصاد د اوسني حالت او راتلونکي تمايل، د نړيوالې همکارۍ او سوداګرۍ د پياوړتيا، د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ، شين اقتصاد او نوښت په اړه بحثونه وکړل، په تيره بيا په دې بحث کې يې د چين له خوا وړاندې شوې د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې ته پاملرنه کړې ده. د ډلې په غونډه کې د مونيک د کلتوري تبادلې مرکز اجرائيوي منيجر کونستانتين سکمبر د يو کمربند او يوې لارې غوښتنې ته لوړ ارزښت ورکړ. هغه وويل

(( د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه د چين له خوا وړاندې شوې د پرمختګ يوه لويه طرحه ده. دغه غوښتنه مهم اقتصادي، ټولنيز او جيوپوليتيکس ارزښت لري. چين د دېرش کلن کوښښ له لارې حيرانوونکی پرمختګ خپل کړی، که څه هم د روسيې او قزاقستان په شمول ګاونډي هېوادونه يې د چين د برياليتوب موډل نه شي کاپي کولی، خو روسيه په تيره بيا قزاقستان د ښه جغرافيايي مقام په وسيله کولی شي چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې له چين سره تګ راتګ وکړي. ))

د قزاقستان د پانګونې او پرمختګ وزارت په اړه د ښارونو د طرحې او ابادۍ شرکت عمومي منيجر تورليبيک موسابايف دې ته اشاره وکړه چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند غوښتنه قزاقستان ته د پرمختګ نوي فرصتونه رسوي.

(( د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د قزاقستان د صنعتي سيمو ترمنځ د کار د تقسيم او همغږۍ د هڅونې، د دولتي توليدي توان د لوړوالي او د سوداګرۍ د پراخوالي لپاره فرصتونه برابر کړي او کوي يې. په تيره بيا د توليدي توان په برخه کې د چين او قزاقستان ترمنځ همکارۍ ښې دي، دواړو خواوو د توليدي توان يو پنځوس پروژې لاسليک کړي چې عمومي ارزښت يې له شپږ ويشت مليارډو امريکايي ډالرو نه اوښتی دی، له دې جملې څخه درې پروژې تر سره شوې دي، شپږ پروژې روانې دي او نورې څلوښت پروژې د پيل په مرحله کې دي. ))

د چين د هوا شين په نوم د انرژۍ شرکت مشرې دو ليا فن وويل، که څه هم د يو کمربند او يوې لارې غوښتنه لومړی د چين له خوا وړاندې شوې، خو واقعأ د اړوندو هېوادونو او تصديو د ګډ بحث، ګډې طرحې او ګډې همکارۍ نتيجه ده او ټول به له ګډو ګټو او پرمختګونو څخه برخمن وي. نو نوموړې له بېلا بېلو هېوادونو څخه د فعال ګډون غوښتنه وکړه.

(( هيله لرم چې هر هغه هېواد او تصدۍ کوم چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې ګډون کوي، د همکارۍ نوی موډل پيدا کړي او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو د اقتصادي سمسورتيا لپاره خدمتونه وکړي. ))

د قرغېزستان پخواني صدراعظم دجومارت اوتوربايف وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې ابادي د چين او اړونو هېوادونو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري، د همکاريزو پروژو د بشپړوالي ترڅنګ د خلکو ترمنځ د تفاهم او تګ راتګ پياوړتيا ضرورې ده، دغه راز ګډې ګټې او پرمختګ به تر لاسه شي.

(( د خپل لوي بازار او ځانګړي خوراکي کلتور له امله چين د تاريخ په اوږدو کې يوازې داخلي پرمختګ ته پاملرنه کړې، خو دغسې حالت بايد بدل شي، او نور اړوند هېوادونه بايد له چين سره همکاري وکړي. د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې بايد يوازې د پروژو شمېر ته پاملرنه و نه کړي، بلکې د کسانو، علومو، ښوونې او کلتور په برخو کې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ پياوړتيا هم ډېره مهمه ده. ))

د استانا اقتصادي فورم د پيمانې له لحاظه د منځنۍ اسيا تر ټولو لوی فورم دی. دغه فورم په ۲۰۰۸ کال کې جوړ شوی او اوس د نړيوال اقتصاد، پولي چارو او ټولنيزو مسئلو په اړه د بحث مهم ډګر ګرځيدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای