د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوبي کوريا ولسمشر مون جې اين د جون په ۱۵ مه نېټه وويل که د شمالي کوريا د ذروي توغندی فعاليت ودروي، نو جنوبي کوريا غواړي ور سره بې له شرطه خبرې اترې وکړي.
مون جې اين په همدې ورځ په سيول کې د جنوبي- شمالي ګډې اعلاميې د ۱۷ مې کليزې د يادونې په يو فعاليت کې يادې خبرې وکړي.
مون جې اين څرګنده کړه چې جنوبي کوريا ژمنه کوي چې د شپږاړخيزو خبرو اترو د ۹.۱۹ ګډې اعلاميې او د۲.۱۳ موفقه ليک د پوره کولو لپاره به کوښښ وکړي تر څو د کوريايي ټاپووزمې ذروي مسئله حل شي.
مون جې اين زياته کړه چې شمالي کوريا بايد د خبرو اترو په اړه د جنوبي کوريا ياد وړانديز ته ځواب ورکړي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |