CRI Online

د چين د مرکزي پوځي کميټې د رئيس مرستيال شوی چي ليانګ د پاکستان د پاکستان د درستيزانو جرګې له رئيس زوبير محمد هيات سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 20:20:13

د چين خبري اژانس د خبر له مخې: د چين د مرکزي پوځي کميټې د رئيس مرستيال شوي چي ليانګ د جون د ۱۶مې نيټې په سهار د پاکستان د پاکستان د درستيزانو جرګې له رئيس زوباير محمد هيات سره ملاقات وکړ.

شوي چي ليانګ وويل چې چين او پاکستان ښه ګاونډي هېوادونه او دوستان دي. د دواړو هېوادونو تر منځ د سياسي اړيکو د جوړيدو راهيسي په هر حال کې چې نړيوال او سيمه ايز حالات او د دواړو هېوادونو په دننه کې حالت بدل شوی، د چين او پاکستان تر منځ هراړخيزې دوستې او همکارۍ تل په سالمه او ثابته توګه ټينګې شوې. د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ اړيکې د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو مهم بنسټ دی. څو کاله راهيسي د چين او پاکستان د پوځونو جګ پورې تګ راتګ زيات و او په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ لاس ته راوړنې ډېرې وې. چين غواړي چې له پاکستان سره ګډ کوښښونه وکړي چې د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې عملې کړي، د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ اړيکې ټينګې کړي او د دواړو هېوادونو تر منځ د هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت لپاره فعال خدمتونه تر سره کړي.

زوبير وويل چې د پاکستان او چين د پوځونو تر منځ دوستې روښانه راتلونکې لري. پاکستان په اوږده موده کې د چين له مرستو څخه مننه کوي او غواړي چې په بېلا بېلو ساحو کې د دواړو هېوادونو د پوځونو تر منځ د همکارۍ پياوړتيا هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای