CRI Online

منګ جيان جو د پاکستان د درستيزانو د جرګې له رئيس سره ملاقات وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-16 21:19:32

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د چين د کمونېست ګوند د مرکزي سياسي بيورو غړي او د مرکزي سياسي او قانوني کميټې منشي منګ جيان جو د جون په ۱۶مه نېټه په جونګ نان های کې د پاکستان د درستيزانو جرګې له رئيس محمد زوبير سره ملاقات وکړ.

منګ جيان جو وويل چين او پاکستان دوستانه وروڼه دي او په امنيتي ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ لاس ته راوړنې تر لاسه کړې دي. ترهګرۍ د انسانانو ګډ دشمان دی او هېله لري چې دواړه خواوې ټينګې اړيکې وساتي، د ترهګرئ ضد مبارزو، د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ او د امنيت په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي، په ګډه له ګواښ،نو او ننګونو سره مقابله وکړی او د دواړو هېوادونو او سيمه امنيت او ثبات وساتي.

زوبير وويل چې پاکستان غواړيپه امنيتي چارو کې له چين سره همکارۍ ټينګې کړيو د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ په چارو کې د همکارۍ تامين کړي او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي ډهليز د جوړيدو هڅونه وکړي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای