د سين هوااژانس د خبر له مخې: د روسيې د دفاع وزارت د جون په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ چې د روسيې هوايي پوځ د مې په پاي کې د سوريې د ار راکاح په جنوبي ښارګوټې کې د داعش د قومندانۍ پر څانګې هوايې بريد وکړ او ښايي چې د داعش مشر ابو بکر ال بغدادي په دغه بريد کې وژل شوی وي.
د روسيې د دفاع وزارت وايي د روسيې هوايي پوځ د مې د ۲۸نيټې په ماښام د ار راکاح په جنوبي ښارګوټې کې د قومندانې پر څانګې هوايي بريد وکړ او په هغه وخت کې د داعش جګ پوړو غړيو مجلس درلود. په دغه بريد کې د داعش ځيني جګ پوړي غړي او د منځني کچې غړيو او وسله والو په شمول شاو خوا ۳۳۰ تنه وژل شوي. د خبر له مخې بغدادي په دغه مجلس کې حاضر و او مړ شوی، د روسيې د دفاع وزارت اوس له بېلا بېلو لارو دغه چارې پلټنه کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |