CRI Online

يانګ جي چه به په امريکا کې د چين او امريکا ترمنځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ديالوګ مشري وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-17 15:50:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د جون په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې د چين او امريکا د مشرانو ترمنځ له ګډو نظريو سره سم به د روانې مياشتې په ۲۱مه نېټه د امريکا په واشنګټن کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيک امنيت لومړي پړاو ديالوګ تر سره شي.د چين د دولتي شورا غړی يانګ جي چه به په امريکا کې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير رېکس تيلرسون او د دفاع له وزير جېمس ماتيس سره د ياد ديالوګ مشري وکړي.د چين د مرکزي پوځي کميټې غړی او د درستيز متحده رياست مشر پانګ فنګ هوی به هم پکې ګډون وکړي.دواړه خواوې به د چين او امريکا ترمنځ د اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای