د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۱۶مه نېټه اعلان وکړ چې د اقتصاد ،سوداګرۍ او سيلانۍ په برخو کې د کيوبا په اړه د امريکا تګلارې به تنګې شي.خو په کيوبا کې د امريکا سفارت به بند نه شي.
ټرمپ په همدې ورځ وويل چې د اوباما حکومت او کيوبا ترمنځ ناعادلانه مواقفه ليک به سمدلاسه لغوه شي.د امريکا تصدۍ د کيوبا د ځواکونو تر کنټرول لاندې له تصديو سره به تګ راتګ ونه کړي. هغه زياته کړه چې امريکا به په پر له پسې توګه پر کيوبا اقتصادي،پولي او سوداګريز بنديزونه ولګوي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |