د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ښکلي بېجينګ او د نړيوال نندارتون د غوړېدنې په اصلي موضوع د بېجينګ اوونۍ فعاليت د جون په ۱۶مه نېټه د استانا د نړيوال نندارتون په ترڅ کې پيل شوی.د قزاقستان حکومتي چارواکو،په قزاقستان کې د چين د سفارت استازو او چيني او بهرنيو خبريالانو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.
د بېجينګ ښار د سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې مرستيالې جاو ون جه په پرانيستونکو مراسمو کې وويل چې د بېجينګ اوونۍ په موده کې به د يو لړ کولتوري او سوداګريزو فعاليتونو له لارې د قزاقستان خلکو ته د بېجينګ عصري بڼه وښودل شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |