CRI Online

فيسبوک به د ترهګريزو فعاليتونو د مخنيوي لپاره ګامونه پورته کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-17 20:49:23

فيسبوک څو ورځې مخکې وويل چې ټولنيزه شبکه بايد د ترهګرو د غږونو ځای و نه ګرځي، او اعلان يې وکړ چې فيسبوک څرنګه د نويو تخنيکونو، کارکوونکو او بهرنۍ همکارۍ له لارې په خپله شبکه کې د ترهګريزو فعاليتونو مخه نيولی شي.

د تېرو کلونو راهيسې د نړۍ په بېلا بېلو ځايونو کې د ترهګريزو بريدونو له امله د امنيت پوهانو او ملکي ډلو نيوکه وکړه چې د فيسبوک په شمول ځينې اغېزمنې ټولنيزې شبکې د ترهګرو له خوا د اعلاميو د خپرولو او د غړو د راغونډولو په فعاليتونو لپاره کارول شوې او کيږي. د نورو د شکونو په وړاندې، فيسبوک ځواب ورکړ چې که په فيسبوک کې د ترهګرو او د ترهګرۍ پلويانو موضوعات پيدا شي، دغه موضوعات به ليري شي. خو په نړۍ کې د فيسبو نژدې ۲ مليارډه کاروونکي په څه باندې ۸۰ ژبو فعال دي، نو په دغسي شبکه کې د امنيت تامينول ډېر ستونزمن کار دی.

د معلوماتو له مخې، اوس د انځورونو د پېژندنې او د ژبو د پوهاوي په شمول زيرک تخنيکونه په فيسبوک کې د ترهګريزو موضوعاتو د پيدا کولو په موخه کارول کيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای