د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ ۹م فورم د جون په ۱۸مه نېټه په شيا من ښار کې تر سره شو.د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس رئيس يو جنګ شنګ په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود او يوه وينا يې وکړه.هغه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په استازيتوب د دې فورم د جوړېدو هرکلی وکړ او د دواړو غاړو ګډون کوونکو استازو په تېره بيا د خپلو تايوان وطنوالو ته يې سلامونه وړاندی کړل.ښاغلي يو وويل چې له تېر کال راهيسې که څه هم د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ اړيکو سوله ييز پرمختګ له سختو ننګونو سره مخامخ شوی،خو د دواړو غاړو ترمنځ تبادله به د نوي پيل په وړاندې دوام ولري.موږ د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ تبادله او همکاري پياوړې او د دواړو غاړو ترمنځ د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لپاره کوښښ کوو.د دواړو غاړو خلکو ته د ګټو رسولو په اړه زموږ هوډ او رويه نده بده شوې.موږ په وار سره ۲۰ تدبيرونه نيولي دي چې په سترې برخې کې د تايوان وطنوالو د زده کړو،ژوند او کار کولو لپاره به لاښه زمينه برابره وکړو.
ګډون کوونکي استازي
په پرانيستونکو مراسمو کې نندارې
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |