د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۷مه نېټه د جرمني د پخواني صدراعظم هلموت کوهل د وفات کېدو له امله په جلا جلا توګه د دغه هېواد ولسمشر فرانک واتير ستينمير او صدراعظمې انګيلا ميرکيل ته د خواشينۍ پيغامونه ولېږل.رئيس شي د چين د حکومت او خلکو په استازيتوب په خپل نوم د هلموت کوهل په مړينې خواشيني څرګنده کړه او د ده د کورنۍ حال احوال پوښتنه يې وکړه.
رئيس شي وويل چې هلموت کوهل د جرمني د بيا يووالي او د اروپا د يو ځای کېدو لپاره ستر خدمتونه کړي چې د ده برياليتوبونه د يادونې وړ دي.د چين حکومت او خلک له جرمني سره دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له جرمني سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو د پرمختګ لپاره کوښښ وکړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |