د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د چين صدراعظم لي که چيانګ د جون په ۱۷مه نېټه د جرمني د پخواني صدراعظم هلموت کوهل د وفات کېدو له امله د جرمني صدراعظمې انګيلا ميرکيل ته د خواشينۍ پيغام واستاوه.هغه د چين د حکومت په استازيتوب په خپل نوم د هلموت کوهل په مړينې خواشيني څرګنده کړه.
لي که چيانګ په خپل پيغام کې وويل چې هلموت کوهل د جرمني وتلی مشر و او د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لپاره يې کوښښ کړي و او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تبادلې او همکارۍ لپاره يې ستر خدمتونه کړي وو.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |