د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د سوريې مسئلې په اړه د چين ځانګړي استازي شيه شياو يان د جون په ۱۷مه نېټه وويل چې چين د سوريې له بېلا بېلو خواوو سره تماسونه نيسي او د خبرو اترو له لارې د سوريې مسئلې د حل لپاره کوښښ کوي.
ښاغلي شيه په همدې ورځ په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې چين تل د سوريې د سولې او ثبات د بيا رامنځته کېدو په موخه له بېلا بېلو خواوو سره تماسونه نيسي او په عين وخت کې اړينې بشري مرستې برابرې کړي.تر اوسه پورې چين سوريې ته د ۶۸۰ مليونو يوانو په ارزښت بشري مرستې برابرې کړې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |