د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې مسئلې په اړه د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ستافن دميستورا د جون په ۱۷مه نېټه د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره وويل، هغه پلان لري چې د جولای په لسمه نېټه به په ژنيو کې د سوريې مسئلې په اړه د سولې خبرو اترو نوی پړاو پيل کړي.
په دې اعلاميه کې راغلي چې نوموړی به د م م د امنيت شورا د اړوند پريکړه ليک سره سم د خبر و اترو د استازو لست وټاکي. د نوي پړاو خبرو اترو اصلي موضوعات به لا هم د ملي يووالي حکومت ابادي، د اساسي قانون اصلاحات، د ټولټاکنو تر سره کېدل او له ترهګرۍ سره مبارزه وي.
دميستورا وويل، چې پر رسمي سولې خبرو اترو بر سيره، د کارپوهانو د غونډو ميکانيزم به دوام ولري، يعنې د م م کارپوهان به په جلا جلا توګه د سوري حکومت له پلاوي او عمده مخالفو ډلو سره د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانينو په اړه سلامشوره وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |