CRI Online

د ماکرون ډله د فرانسې په پارلمان کې زياتره څوکۍ وګټلې.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 08:48:38

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د جون د ۱۸مې نيټې په شپه د پارلماني ټولټاکنو ابتدايي پايله خپره کړه. د دغې پايلې له مخې، د جمهوريت د پرمختګ ګوند په مشرۍ د دغه هېواد ولسمشر ايمانيول ماکرون ائتلافي ډلې د فرانسې د پارلماني ټولټاکنو د دوهم پړاو په رايګيري کې مخکې ځای نيولی او شک نه شته چې دوی به په راتلونکي پارلمان کې زياتره څوکۍ ونيسي.

د خبر له مخې، يادې ډلې د پارلمان ۲۹۴ څوکۍ ګټلې چې د عمومي شمېر د نيمې برخې د ۲۸۹ څوکيو په پرتله زياتې شوی دی.

د ځينو ارګانونو په اټکل، دغه ډله ښايي په وروستۍ پايله کې کابو ۳۵۵ څوکۍ وګټي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای