د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان خبري رسنيو د جون په اتلسمه نېټه خبر ورکړ چې يوه امريکايي تبعه په همدې ورځ په کابل کې د وسله والو لخوا وتښتول شو.
د مالوماتو له مخې، دغه تښتول شوی امريکايي تبعه د کابل په يوه ځايي پروژه کې د نړيوال بانک يو کارکوونکی دی.
تر اوسه پورې هيچا يا سازمان د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی.
په دې وروستيو کې، د افغانستان امنيتي حالات ډېر د اندېښنې وړ دي. پر بهرنيو اتباعو بريدونه او تښتول کله کله پېښېږي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |