د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د جون په اتلسمه نېټه وويل، په افغانستان کې د پاکستان دوه ديپلوماتان د جون په شپاړسمه نېټه خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو په لار کې ورک شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت يو وياند په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل، له دې پېښې وروسته، پاکستان په لومړي وخت کې د افغانستان له اړوندو څانګو سره تماس نيولی او له افغانستان څخه يې وغوښتل چې تر وسې پورې د دغه دوه ديپلوماتانو موندلو کې مرسته وکړي او مجرمين ونيسي. په اعلاميه کې ويل شوي چې افغانستان د دې پېښې په اړه د پلټنې ټيم جوړ کړی دی.
د پاکستان خبري رسنيو له دې مخکې خبر ورکړی و چې دغه دوه ديپلوماتان د جلال اباد فنسلګرۍ کارکوونکي دي.
تر اوسه پورې هيچا يا سازمان د دې پېښې مسئوليت پر غاړه نه دی اخيستی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |