CRI Online

وانګ يي د جنوبي افريقا، هند او روسيې د پلاويو له مشرانو سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 08:54:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جون په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکاريو له وزير مايت نکوانا ماشاباني، د هند د بهرنيو او دولتي چارو له وزير ويجاي کومار سينګ او د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سيرګي لاوروف سره وکتل.

وانګ يي د ښاغلي ماشاباني سره د ليدنې په وخت کې وويل، BRICS هېوادونه په اوسني پېچليو نړيوالو حالاتو کې دې يووالی پياوړی کړي. چين غواړي چې له جنوبي افريقا سره خپلمنځي همغږي او همکاري پياوړې کړي، د چين او افريقايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ فورم او د BRICS هېوادونو تر منځ د همکارۍ ميکانيزم د جوړولو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره کوښښ وکړي.

هغه له ښاغلي سينګ سره د ليدنې په وخت کې وويل، چين او هند ستره اغېزه لرونکي لوي هېوادونه دي،. چين به د BRICS هېوادونو او د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د سيمې او نړۍ د سولې او ثبات د ساتنې لپاره ارزښتناک رول به ولوبوي.

هغه د ښاغلي لاوروف سره د ليدنې په وخت کې وويل، چين او روسيه د BRICS هېوادونو د همکارۍ په ميکانيزم کې مهم همکار هېوادونه دي. چين غواړي له له روسيې سره د BRICS هېوادونو تر منځ د سياسي اعتماد د پياوړتيا او د سياسي امنيت، تجارت، ماليې او کولتوري تبادلې په ساحو کې همکاري ژورې کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای