د سين هوا اژانس د ځايي خبري رسنيو په قول خبر ورکړ چې د بريتانيا په پلازمېنه لنډن کې د جون د ۱۹مې نيټې په سهار وختي پر کسانو د يو موټر د ورخيژولو پېښه وشوه چې له امله يې زيات کسان ټپيان شوي دي. پوليسو تر اوسه يو کس نيولی دی.
د خبر له مخې، دغه پېښه د لنډن په شمال يو پارک ته نژدې ځای کې وشوه. څو امبولانسونه د ټپيانو د ژغورنې لپاره د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |