CRI Online

د کون مينګ تجارتي نندارتون د جنوبي اسيا هېوادونه راجلب کړل

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 10:16:48

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۱۷م کال د کون مينک تجارتي نندارتون د جون په اتلسمه نېټه پای ته ورسېد چې په دې نندارتون کې د لاسليک شويو تجارتي تړونونو ارزښت پنځه سوه مليارډو ژن مين بي يوانو ته رسېدلی.

د مالوماتو له مخې، دغه نندراتون د نړۍ د شپږ اتياوو هېوادونو او سيمو څلور زره شرکتونه راجلب کړي دي چې له دې جملې څخه درې دېرش هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې په غاړو کې واقع دي.

د جنوبي اسيا هېوادونو ټولنې د صنايعو او تجارتي چارو ټولنې رئيس سولاګي ويا د دې نندراتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، د چين او د جنوبي اسيا هېوادونو تر منځ همکارۍ او پانګونې د دې نندارتون په رڼا کې پياوړې او زياتې شوې دي. د جنوبي اسيا هېوادونو شرکتونو خاوندانو او سوداګرانو د دې فرصت په نيولو سره ګډې ګټې تر لاسه کړې دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای