CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د فلمي کلتور د تبادلې او همکارۍ يادښت لاسليک شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 10:18:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ۲۰۱۷ کال د جون له ۱۷مې نيټې نه تر ۲۶مې نيټې پورې د شانګهای د ۲۰مې دورې نړيوال فلمي فېستيوال د چين په شانګهای ښار کې تر سره شو. د دغه فېستيوال په ترڅ کې د يو کمربند او يوې لارې په نامه يو لړ فعاليتونه تر سره شوي چې د هند، هنګرۍ، ليتوانيا او يونان په شمول د ۱۳ نړيوالو فلمي فېستيوالونو استازيو پکې ګډون کړی دی او په ۱۷مه نيټه په شانګهای کې د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د فلمي کلتور د تبادلې او همکارۍ يادښت لاسليک کړ.

د چين د مطبعې، راډيو، ټلويزيون او فلمي چارو د دولتي ادارې مرستيالي ښاغلي جانګ هونګ سن د لاسليک په مراسمو کې څرګنده کړه چې د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې د يوې مهمې برخې په توګه د فلمي کلتور تبادله د هېوادونو، سيمو او ملتونو ترمنخ متقابل تفاهم او همکارۍ پياوړې کولای شي. هيله من دی چې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو اړوند شخصيتونه له دې فرصت څخه په استفادې سره خپلمنځي همکارۍ او تبادلې زياتې کړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای