CRI Online

له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چيني شرکتونو لخوا د برابر شويو خدمتونو پلټنيز راپور په بېجينګ کې خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 10:31:15

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چيني شرکتونو لخوا د برابر شويو خدمتونو پلټنيز راپور د جون په شپاړسمه نېټه په بېجينګ کې خپور شو، دا له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چيني شرکتونو لخوا د برابر شويو خدمتونو په اړه لومړی پلټنير راپور دی. د چيني شرکتونو لخوا د برابر شويو خدمتونو ارزونه، د چيني شرکتونو لخوا د برابر شويو خدمتونو لس بلګې، له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره د چيني شرکتونو ښه عمليات او په دې ساحه کې د چيني شرکتونو هيلې په دې راپور کې راغلې دي.

له دې راپور څخه څرګندېږي، چې ورځ په ورځ زيات شوي شرکتونه له اقليمي بدلون سره د مقاومت په ارزښت پوه شوي. د چين نهه څلوېښت اعشاريه څلور سلنه شرکتونو د کاربن دوه اکسايد د کمبود ستراتيژي او عملي پلانونه وړاندې کړي دي او بهر ته يې خپاره کړل. د شرکتونو د ادارې چارواکو له اقليمي بدلون سره د مقابلې تدبيرونو د هڅونې په برخه کې ډېر مهم رول لوبوي. خو د يوې شمېرنې سره سم، يوازې شل سلنه لوړپوړو چارواکو په اړوندو عملياتو کې ګډون کړی، په راتلونکې کې دې لا زيات لوړپوړي چارواکي په دې برخه کې خدمتونه برابر او تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای