د جاپان خبري رسنيو د جون په نولسمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا د سمندري ځواکونو د پوځي بيړيو اووم ټيم د فيځګيرالډ په نوم پوځي بيړۍ او د فليپين يوه توکي بار وړونکې بيړۍ د جاپان په سمندري سيمه کې له ټکر کولو وروسته د دې پوځي بيړۍ ورک شوي اوه امريکايي سرتيري مړه شوي دي.
د امريکا سمندري پوځ په نولسمه نېټه خبر ورکړ چې د ورک شويو سرتيرو جسدونه په اتلسمه نېټه د فيځګيرالډ بيړۍ په انسان اوسېدونکي ځای کې پيدا شوي دي.
ياده پېښه د جون د اوولسمې نېټې په سهار وختي پېښه شوې ده چې له امله يې اوه تنه امريکايي سرتيري ووژل شول او د دې بيړۍ د مشر په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي. تر اوسه پورې د فليپين په بار وړونکې بيړۍ کې د مرګ ژبلې راپور نه دی ورکړل شوی. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |