د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د جون په ۱۹مه نيټه څرګنده کړه چې د کابينې يوه بيړنۍ غونډه به جوړه شي څو چې د همدې ورځې په سهار وختي په لندن کې پر خلکو د يوې بار وړونکې لارې د ورخيژولو پېښې پلټنه وکړي. هغې وويل چې پوليس اوس د يو ممکن ترهګر بريد په توګه دغه پېښه ثبتوي.
د دغه هېواد پوليسو څرګنده کړه چې ياده پېښه د همدې ورځې په سهار وختي د لندن ښار په شمال کې د فيسبوري پارک جومات ته په نژدې ځای کې شوې ده. تر اوسه پورې له دې امله يو تن مړ او ۱۰ تنه نور ټپيان شوي دي. يو ۴۸ کلن نارينه د پېښې په ځای کې نيول شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |