CRI Online

وانګ يي: د بريکس (BRICS) همکاري قوی خوځنده ځواک لري

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 16:36:56

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د بريکس (BRICS) هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه په ۱۹مه نېټه د بېجينګ د دياو يو تای په نوم دلتي هوټل کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د پرانستې په وينا کې وويل، چې د بريکس همکاريز مکانيزم يوه تروتازه لويه شوې ونه ګرځېدلې ده.

وانګ يي دېته اشاره وکړه چې د بريکس همکاريز مکانيزم د جوړونې څخه تر اوسه پورې لس کلونه تېرېږي. د پنځه هېوادونو د مشرانو تر قيادت لاندې او د پنځه هېوادونو تر پالنې او روزنې لاندې بريکس له نشتوالي څخه منځ ته راغلی دی چې يوه تروتازه لويه شوې ونه ده. لومړی، د بريکس د همکارۍ مقام تر پخوا لوړېږي، د پنځه هېوادونو اقتصادي عمومي حجم د نړۍ په اقتصادي عمومي حجم کې له ۱۲ فيصدو څخه ۲۳ فيصدو ته ورسېد، د نړيوال اقتصادي زياتوالي لپاره تر ۵۰ فيصدو زيات خدمتونه برابر کړي، د پنځه واړو ترمنځ تجارتي پانګونې ډېرې زياتې شوي، په نړيوال بانک او د نړيوال وجهي سازمان او په نورو داسي مهمو نړيوالو مالي سازمانونو کې يې غږ لوړ شوی. دويم، د بريکس همکارۍ بشپړېږي. د پنځه هېوادونو همکاريز ډګر له اقتصاد څخه سياست او کلتور ته پراخ شوی چې يو بشپړ او څو پوړيز همکارۍ چوکاټ جوړ شوی دی. درېيم، د بريکس د همکارۍ اغېز پراخېږي. په م م او ۲۰ اتحاد(G20) او داسې نورو نړيوالو سازمانونو کې ښې همکارۍ وکړې، د پرمختيايي هېواونو يو لاس او ګټه يې وساتله او د نړيوالو ستونزو د حل لپاره يې د بريکس پوهه او پلان برابر کړی دی.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای