CRI Online

ايران په سوريه کې پر ترهګرو د توغنديو بريد وکړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 16:36:56

د ايراني رسنيو د خبر له مخې،د ايران اسلامي انقلابي ګارډ د جون د ۱۸ مې نېټې په شپه د ايران په لوېديځ د کرمانشاه او کوردستان ولايتونو په پوځي اډو کې له ځمکې څخه ځمکې ته توغندي توغولي دي او موخه يې دا ده چې د سوريې په جنوبي ديرېزور کې د ترهګرو پټنځايونه له منځه يوسي.

د ايران فارس اژانس د ايران د اسلامي انقلابي ځواکونو اعلاميې په حواله خبر ورکړ چې دا د ترهګرو څخه د جون په ۷ مه نېټه په پلازمينه تهران کې له ترهګريز بريد څخه د غچ اخيستلو لپاره و او په بريالۍ توګه يې په هدف باندې ضربه وارده کړې ده.

د ايران اسلامي انقلابي ګارډ په دې حرکت کې شپږ بالستيک توغندي توغولي دي.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای