CRI Online

شي جين پينګ: د بريکس پرمختګ به دوام ولري

cri     (GMT+08:00) 2017-06-19 18:23:45

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د روسيې، جنوبي افريقا، برازيل او هند په شمول د بريکس هېوادونو له خارجه وزيرانو سره وکتل. رئيس شي جين پينګ وويل، لس کاله کيږي چې د بريکس همکاريز ميکانيزم ټينګ شوی دی، موږ بايد د همکارۍ او ګډ پرمختګ په بڼه د بريکس روحيه پراخه کړو، د ګډو سلامشورو، ګډې ابادۍ او ګډو ګټو مفکوری دې وساتو او د څو اړخيزې غوښتنې او د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو مراعات دې وکړو. که د ګډې موخې لپاره کوښښ وکړو، د بريکس همکاري به لا سمسوره شي او بله لس کلنه سمسورتيا به راورسيږي.

شي جين پينګ د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې د برياليتوب په باره کې ټولو ته مبارکي وويله او له بريکس هېوادونو څخه يې مننه وکړه چې دوی د نوبتي رئيسه هېواد په توګه د چين د ماموريت په موده کې له چين څخه ملاتړ کړی دی.

د بريکس هېوادونو د پلاويو مشرانو وويل، چې بريکس نوی او ښه راتلونکی لرونکی ميکانيزم دی. د بريکس ټول غړي هېوادونه غواړي له چين سره د بريکس همکاري ژوره کړي او په شيا من ښار کې د بريکس هېوادونو مشرانو غونډې د برياليتوب لپاره د چين ملاتړ کوي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای