د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډه د جون په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د غونډې مشري کوله، د جنوبي افريقا د نړيوالو اړيکو او همکارۍ وزير مايتي نکوانا مشاباني، د برازيل د بهرنيو چارو وزير الويسيو نونيس، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف او د هند د بهرنيو چارو وزير ويجای کومار سينګ په غونډه کې ګډون درلود.
وانګ يي وويل، چې د بريکس همکاريز ميکانيزم د جوړېدو له لسو کلونو راهيسې، د پنځو غړو هېوادونو د مشرانو تر لارښوونې لاندې بېلا بېلو خواوو خپلمنځې همکارۍ ټينګې او ژورې کړې دي. د نړۍ د اقتصاد په عمومي اندازه کې د پنځو غړو هېوادونو عمومي اقتصادي ارزښت لوړ ، د سوداګرۍ او پانګونې معاملې يې زياتې او په مهمو نړيوالو پولي څانګو کې يې د خبرو حق ځواکمن شوی دی. نوموړي دې ته اشاره وکړه چې روان کال د بريکس د دوهمې لسيزې پيل دی، چين د بريکس د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه لري. چين هيله لري چې له نورو څلورو غړو هېوادونو سره يو ځای د سياسي امنيت، اقتصاد او پولي چارو او کلتوري تګ راتګ په دريو عمده برخو کې همکاري لا پياوړې کړي، نورې زياتې نوې همکاريزې برخې پيدا کړي او د بريکس هېوادونو دوهمه سمسوره لسيزه پيل کړي.
د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو له غونډې وروسته په ګډه له خبريالانو سره لېدنه وکړه.
غونډې د بريکس هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو مطبوعاتي اعلاميه خپره کړه.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |