د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليسو د جون په نولسمه نېټه وويل، د اټکل سره سم، د لندن د آپارتمان پّ اورلګېدنه کې د وژل شويو شمېر نهه اوياوو ته رسېدلی.
د لندن د پوليسو ادارې مشر ستوارټ کوندي وويل، ښايي د وژل شويو شمېر لا زيات شي. د يو څه وژل شويو هويت مالوم نه دي.
د جون د څوارلسمې نېټې په سهار وختي، د لندن د ګرنفيل تاوه په نوم آپارتمان کې اورلګېدنه رامنځته شوه او په هغه وخت کې په دې آپارتمان کې د اوسېدونکو شمېر د څلور سوو او شپږ سوو په منځ کې دي. اوس لا هم اتلس تنه په روغتون کې بستري دي جې له دې جملې څخه نهه تنه سخت ټپيان شوي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |