CRI Online

د اسيا او اروپا تر منځ د ديجټال او انټرنيټي مخابراتو فورم په چينګ داو ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 08:49:03

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس مرستيال وانګ يانګ د جون په نولسمه نېټه په چينګ داو ښا کې د اسيا او اروپا تر منځ د ديجټال او انټرنيټي مخابراتو فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا يې وکړه.

هغه وويل، د دې فورم تر سره کول د پروسږ کال د اسيا او اروپا د سرمشريزې غونډې موافقه ليک دی او د اسيا او اروپا د ديجټال اقتصاد د پرمختګ او د اقتصادي پرمختګ د نويو قوتونو د هڅونې لپاره ډېر مهم اهميت لري. چين غواړي له برخوالو هېوادونو سره يو ځای د ديجټال اقتصاد د پرمختګ، د يو او بل تر منځ د انټرنيټي تجارت د سالم او چټک پرمختګ او يو پر بل باندې د پانګونې د زياتوالي لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

د اسيا او اروپا غونډې د غړو هېوادونو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو شپږ سوو استازو په دې فورم کې برخه درلوده. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای