د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د وينا په حال کې
د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د صدراعظم رئيس مرستيال وانګ يانګ د جون په نولسمه نېټه په چينګ داو ښار کې د اسيا او اروپا تر منځ د ديجټال او انټرنيټي مخابراتو فورم په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا يې وکړه.
هغه وويل، د دې فورم تر سره کول د پروسږ کال د اسيا او اروپا د سرمشريزې غونډې يوه مهمه موافقه ده او د اسيا او اروپا د ديجټال اقتصاد د پرمختګ او د اقتصادي پرمختګ د نويو قوتونو د هڅونې لپاره ډېر اهميت لري. چين غواړي له برخوالو هېوادونو سره يو ځای د ديجټال اقتصاد د پرمختګ، د يو او بل تر منځ د انټرنيټي تجارت د سالم او چټک پرمختګ او يو پر بل باندې د پانګونې د زياتوالي لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
د اسيا او اروپا غونډې د غړو هېوادونو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو شپږ سوو استازو په دې فورم کې برخه درلوده. (شکريه)
د چين د صدراعظم مرستيال وانګ يانګ د وينا په حال کې
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |