CRI Online

په لندن کې د آپارتمان په اورلګېدنه کې ښايي د مړه شويو شمېر نهه اوياوو ته رسېدلی

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 09:10:39

د لندن پر وخت  د جون په ۱۹ مه نېټه ځايي خلکو د اپارتمان په اورلګېدنه کې د قربانيانو په وير يوه دقیقه چوپتيا وکړه.

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا پوليسو د جون په نولسمه نېټه وويل، د اټکل سره سم، د لندن د آپارتمان په اورلګېدنه کې د مړه شويو شمېر نهه اوياوو ته ورسېږي.

د لندن د پوليسو ادارې مشر ستوارټ کوندي وويل، ښايي د مړه شويو شمېر له دې هم لا زيات شي. د يو څو وژل شويو هويت مالوم نه دي.

د جون د څوارلسمې نېټې په سهار وختي، د لندن د ګرنفيل تاوه په نوم آپارتمان کې اورلګېدنه رامنځته شوه او په هغه وخت کې په دې آپارتمان کې د اوسېدونکو شمېر د څلور سوو او شپږ سوو په منځ کې دي. اوس لا هم اتلس تنه په روغتون کې بستري دي چې له دې جملې څخه نهه تنه سخت ټپيان دي.

د لندن پر وخت  د جون په ۱۹ مه نېټه ځايي خلکو د اپارتمان په اورلګېدنه کې د قربانيانو په وير يوه دقیقه چوپتيا وکړه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای