CRI Online

په فرانسه کې د پارلماني ټولټاکنو وروستۍ پايله خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 10:29:27

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د فرانسې د کورنيو چارو وزارت د جون په ۱۹مه نيټه په پارلماني ټولټاکنو کې د رايو شمېرنې وروستۍ پايله خپره کړه. د جمهوريت د پرمختګ ګوند په مشرۍ د فرانسې ولسمشر ماکرون ائتلافي ډلې د دوو پړاوونو په رايګيرۍ کې له ۵۷۷ څوکيو څخه ۳۵۰ څوکۍ وګټلې چې دا شمېر له نيمايي برخې څخه اوښتی دی.

د يادونې وړ خبره دا ده چې چينايي الاصله فرانسوی چن ون شيونګ د ولسمشر ماکرون په ډله کې د يو نوماند په توګه هم په يادو ټولټاکنو کې بريالی شوی او د دغه هېواد په پارلمان کې لومړی چينايي غړی دی.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای