د روسيې دفاع وزارت د جون په نولسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، له دې امله چې د امريکا يوې پوځي الوتکې د سوريې يوه پوځي الوتکه په توغندي ويشتلې وه او له امله يې د سوريې پوځې الوتکه ولوېدله، روسيې په همدې ورځ په لنډ مهالي ډول په سوريه کې د امنيتي الوتنې په اړه له امريکا سره لا سليک شوی ياددښت بند کړ.
د روسيې دفاع وزارت وويل، امريکايي ځواکونو له ترهګرو سره د مبارزې په پلمه څو څو ځله د سوريې پر پوځ بريدونه کړي دي چې دا نه يوازې د سوريې پر حاکميت بې ادبانه تيری دی، بلکې له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه ده. برسيره پر دې، امريکا له يادې پېښې مخکې له روسيې سره د هوايي پېښې د کنټرول په اړه تماس نه دی نيولی. روسيه له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د دې پېښې اساسي پلټنه وکړي او پلټنې نتيجه دې روسيې ته ورکړي. په راتلونکې کې د روسيې په دنده لرونکو سيمو کې، د امريکا په مشرۍ د نړيوال اتحاد ټولې الوتکې به د روسيې تر څارنې لاندې وي.
د سوريې پوځ د جون په اتلسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د سوريې يوه پوځي الوتکه په همدې ورځ د الرقه په ولايت کې د نړيوال اتحاد لخوا وويشتل شوه او له دې امله دغه الوتکه ولوېدله. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |