د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د قطر د بهرنيو چارو وزير د جون په نولسمه نېټه وويل، که اړيکې پرې کوونکي هېوادونه ورباندې بنديزونه لغوه نه کړي، قطر به له دوي سره هيڅ ډول خبرې اترې تر سره نه کړي.
هغه خبري رسنيو ته وويل، قطر به د بنديزونو د موجوديت په حال کې خبرې اترې تر سره نه کړي. اړيکې پرې کوونکي هېوادونه دې پر قطر باندې بنديزونه لغوه کړي. هيڅ يو هېواد حق نه لري چې زموږ د هېواد په کورنيو چارو کې لاس وهنه وکړي. د بنديزونو لغوه کول د خبرو اترو مخکنی شرط دی.
سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو او بحرين د جون په پنځمه نېټه پر قطر د ترهګرو د ملاتړ کولو او د سيمه ييز امنيت د ويجاړولو تور ولګاوه او له دې امله يې اعلان وکړ چې له قطر سره يې د سمندري، ځمکني او هوايي تماسونو په ګډون ټولې اړيکې پرې کړې. له دې وروسته، د منځني ختيځ نورو يو څو هېوادونو هم له قطر سره د اړيکو د پرې کولو اعلاميې خپرې کړې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |