CRI Online

نورو هېوادونو ته د چين د سافت ويرونو صادراتي بازار به په مداوم ډول پراخ شي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 10:56:50

د چين د اقتصاد ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د تجارتي چارو وزارت د خدمتي تجارت او د تجارتي خدمتونو مسلک د ادارې مرستيال مشر شيو تاو وويل، سږ کال د انټرنيټي اقتصاد، ديجټال اقتصاد په ګډون نوي ډول اقتصادي چارې په لا ګړندي ډول د پرمختګ په حال کې دي، په ټوله نړۍ کې، د سافت ويرونو بازارونو اړتياوې د ورځ په ورځ زياتېدو په حال کې دي. چين د نړيوال کېدو په نويو بازارونو کې مثبت رول لوبولی او دا د چين لخوا د جوړو شويو سافت ويرونو د صادراتو لپاره ښه شرايط برابروي. له دې امله چې د ديجټال مالوماتو د شريکولو سويه ورځ په ورځ لوړه شو، نورو هېوادونو ته د چين د سافت ويرونو صادراتي بازار به په مداوم ډول پراخ شي.

د مالوماتو له مخې، پروسږ کال د چين سافت ويرونه يو سل او اتياوو هېوادونو ته صادر شوي دي چې د صادراتو عمومي ارزښت د دوه زره او پنځلسم کال په نسبت دوه اعشاريه پنځه سلنه زيات شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای