CRI Online

د شمالي کوريا لخوا خوشي شوی امريکايي محصل مړ شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 11:07:15

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د شمالي کوريا لخوا د خوشي شوي امريکايي محصل اوتو وارمبير کورنۍ د جون په ۱۹مه نيټه څرګنده کړه چې وارمبير د همدې ورځې په مازديګر مړ شو.

د ده پلار او مور په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره دغه خبر خپور کړ. په ياده اعلاميه کې وارمبير ته د پاملرنې له امله له بېلا بېلو خواوو څخه مننه څرګنده شوې او پر شمالي کوريا سخته نيوکه شوې ده.

د امريکا ولسمشر ټرمپ بيا د وارمبير کورنۍ سره خپله همدردي څرګنده کړه او د شمالي کوريا سخته غندنه يې وکړه. هغه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د وارمبير مړينه د همداشان بدې پېښې د مخنيوي په خاطر د امريکا اراده ټينګوي.

۲۲کلن وارمبير د امريکا د اوهايو ايالت د سينسيناتي ښار اوسېدونکی دی چې د ويرجينيا پوهنتون محصل دی. هغه د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې له يو سيلانۍ پلاوي سره شمالي کوريا ته سفر کړی و. د تېر کال د مارچ په ۱۶مه نيټه د شمالي کوريا سترې محکمې د قدرت د رانسکورولو په تور ونيولو او پر۱۵کلن بند يې محکوم کړ.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير تيلرسن په ۱۳مه نيټه د وارمبير د خوشي کېدو اعلان وکړ. د خوشي کېدو پر وخت وارمبير د بې هوښۍ په حال کې و او امريکا ته تر بېرته راتګ وروسته يې د سينسيناتي پوهنتون په طبي مرکز کې درملنه کېدله.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای