CRI Online

د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت په هکله لومړی پړاو خبرې اترې به ژر تر سره شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 11:20:49

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا تر منځ د ديپلوماتيک امنيت په هکله لومړی پړاو خبرې اترې به د جون په ۲۱ مه نېټه د امريکا په پلازمينه واشنګټن کې دايرې شي. د جنوبي اسيا او د ارام سمندر چارو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې صوصان تورنتون د جون په ۱۹ مه نېټه په يوه تېليفون غونډه کې هيله څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه د خبرو اترو له لارې اختلافات کم کړي او هدف ته ورسيږي.

موږ هيله لرو، چې د ديپلوماتيک امنيت په هکله خبرې اترې به د دواړو هېوادونو مشرانو تر منځ د مارالګو د کتنې اغېزمن رول ته ادامه ور کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ سږ کال د اپريل په لومړۍ لسيزه کې د امريکا د فلوريد ايالت په مارالګو کې له امريکا ولسمشر ټرمپ سره کتنه کړې وه.

(مينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای