CRI Online

د پاريس په شامپس اليسيس لاره کې يو موټر د ژاندارم پوليسو له کاروان سره ټکر وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 11:28:59

د فرانسې د کورنيو چارو وزرات د خبر له مخې، پر ځايي وخت د ۱۹ نېټې په ماښام د پاريس په شامپس اليسيس لاره کې يو موټر د فرانسې د ژاندارم پوليسو له کاروان سره ټکر وکړ چې له دې امله موټر اور واخيست او موټروان د سخت ټپي کېدلو له امله مړ شوی، خو نوره مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

پوليسو په ياد موټر کې يو ميل وسله او د ګازو ډبه پيدا کړې ده. د کورنيو چارو وزرات څرګنده کړې چې ياد کس په قصدي ډول دغه پېښه تر سره کړې.

د فرانسوي رسنيو د خبر له مخې،دغه سړی ۳۳ کلن دی. له دې مخکې هغه د استخباراتي ادارې لخوا د توجو او شکمنو په ليست کې راغلی ؤ.

تر اوسه پورې د پاريس د پوليسو ادارې د ترهګرۍ پر ضد څانګې لخوا د دې پېښې په اړه څېړنه روانه ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای