د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو د پناه وړونکو د چارو سازمان د جون په ۱۹ مه نېټه په يو رپوټ کې وويل چې، د ۲۰۱۶ کال تر پايه پورې په نړۍ کې د پناه وړونکيو او له خپل کور او کلی څخه دبې ځايه شوو شمېر ۶۵.۶ مليونو ته رسېدلی دی او پکې يې د پناه وړونکيو شمېر ۲۲.۵ مليونو او له خپل کور او کلی څخه د بې ځايه شوو شمېر ۴۰.۳ مليونو ته رسېدلی دی. بر سېره پر دې، شاوخوا ۲.۸ مليونو کسانو په نورو هېوادونو کې دپناه اخيستلو غوښتنه کړې ده. دغه شمېر د بريتانيا د ټول نفوس برابر دی.
په دې رپوټ کې ويل شوي، چې په ۲۰۱۶ کال کې په ټوله نړۍ کې له خپل کور او کلی څخه په بې ځايه شوو کې لومړۍ سخت زيانمن هېواد سوريه دی او پاتې نور يې کلمبيا، افغانستان او عراق دي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |