CRI Online

په شانګهای کې د بريکس هېوادونو د ماليي وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو په غونډه کې زياتې ګډې نظريې تر لاسه شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-20 15:58:32

د بريکس هېوادونو د ماليي وزيرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو دويمه غونډه چې چين يې د رئيسه هېواد دنده پر غاړه لري، د جون په ۱۹مه نېټه په شانګهای ښار کې تر سره شوه. په غونډه کې بېلا بېلو خواوو د عمومي اقتصادي تګلارو د همغږۍ ، د بريکس هېوادونو او د نړۍ د اقتصادي پرمختګ د هڅونې، د شلو هېوادونو په چوکاټ کې تر مالي او پولي لارې لاندې د همکارۍ پياوړتيا د ژمنې پر چارو ټينګار کړی او په مالي او پولي چارو کې د همکاريزو لاس ته راوړنو سندونو په هکله يې ګډې نظريې تر لاسه کړې. د چين د ماليې وزارت دا نظر لري چې په دغه غونډه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي او د چين په شياو من ښار کې د بريکس هېوادونو د مشرانو تر منځ د کتنې لپاره په مالي او بولي چارو کې د لاس ته راوړنو تياريانې نيول شوې دي.

چين د ۲۰۱۷ کال د بريکس هېوادونو د ميکانيزم رئيسه هېواد دی. د يادې غونډې مشري د چين د ماليي وزير شياو جي او د چين د مرکزي بانک مرستيال چن يوي لو لخوا په ګډه وشوه او د بريکس د نورو هېوادونو د ماليې چارو او د مرکزي بانک مامورينو او د نوي انکشافي بانک مشر په کې برخمن و. د بېلا بېلو خواوو لخوا په تر لاسه شويو نهو ګډو نظريو کې لومړې مادې د نوي انکشافي بانک د نوي پرمختګ هڅول او د بريکس هېوادونو تر منځ د مهمې همکارۍ د ډګر رول لوبول دي.

نوي انکشافي بانک تر اوسه پوري په مالي او پولي ساحه کې د بريکس هېوادونو يوه ډېره مهمه واقعي لاس ته راوړنه ده چې د جوړيدو راهيسي په دوو کلونو کې يې اووه پلانونه منظور کړی، د يو بيليارډ ۵۵۵ مليونو امريکايي ډالرو په اندازه د کريډټ ژمنې کړې او په بريالې توګه د ۳ بيليارډ ژن مين بي يوانو د پورونو اسهام يې خپاره کړي. د چين د ماليي وزير مرستيال شي ياو بين هېله لري چې نوی انکشافي بانک به په راتلونکې کې په ښه توګه کارونه تر سره کړي او په فعاله توګه د نړۍ د اقتصاد په اداره کولو کې ګډون وکړي. (اواز)

موږ هېله لرو چې نوی انکشافي بانک به په راتلونکې کې د نوي څو اړخيزې پولي څانګې په حيث د کريډټ او د پلانونو چمتو کولو په شمول په لا ښه توګه ډول ډول کارونه تر سره کړي، په فعاله توګه د نړيوال اقتصاد په اداره کول کې برخمن وي تر څو د نويو سمسور شويو بازاري هېوادونو او د پرمختيايي هېوادونو تر منځ د همکارۍ اغيزې او اوازونه د نوي انکشافي بانک له لارې پورته شي.

د حکومتونو او ټولنو د پانګو تر منځ د همکارۍ په ساحه کې د همکاريز چوکاټ جوړول په دې ساحه کې د بريکس هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره ټينګ بنسټ اېښې چې په غونډه کې د برخوالو خواوو په نظر په دغه ساحه کې همکارۍ بايد پياوړې شي. په ياده غونډه کې د حکومتونو او ټولنو د پانګو تر منځ د همکارۍ په ساحه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو په هکله د چين د ماليې وزير مرستيال شي ياو بين وويل (اواز)

په غونډه کې مو دوې مشخصې لاس ته راوړنې تر لاسه کړې، لومړی دا چي د حکومتونو او ټولنو د پانګو تر منځ مو د همکارۍ په ساحه کې د بريکس هېوادونو ښې ازموينې طرحه کړې چې په دې ساحه کې مو د بريکس هېوادونو تر منځ د همکارۍ لپاره ښه لارښوونه جوړه کړه. دويم دا چي په غونډه کې برخوالو خواوو په دې ساحه کې د بريکس هېوادونو د کارونو پرمخبيولو په هکله د څانګړې کاري ډلې او د تياري صندوق پر جوړيدو موافقه وکړه.

د جنوبي افريقا د ماليې وزير مالوسي ګيګابا دا نظر لري چې په نوموړې غونډه کې زيات برياليتوبونه تر لاسه شوي دي په تيره بيا د نوي انکشافي بانک رول بايد پراخ شي. (اواز)

په دې غونډه کې مو مهمې پريکړې کړې چې د اقتصادي پرمختګ لپاره به ګټور وي. موږ ټول د سوداګرۍ ساتلو غوښتنې په شمول له ننګونو سره مخامخ يو، خو د بريکس هېوادونو په دننه کې موږ يو اتحاد يو چې په ګډه پرمختګ مومو او د بريکس هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ بياوړتيا لپاره ګډ کوښښونه کوو. هېله ده چې موږ به تر وسي پوري له ننګونو سره مقابله وکړو. اوس موږ بايد دا تامين کړو چې د نوي انکشافي بانک تر مشري لاندې د پانګونو پروژې به پراخې شي، نو د بنسټيزو تاسيساتو د جوړيدو پروژې به عملي شي او د اقتصاد هڅونه به وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای