د سين هوا اژانس د خبر له مخې، پر ځايي وخت د جون په ۱۹مه نېټه د معلولينو المپيک نړيوالې کمېټې چې مرکز يې د جرمني په بن کې دی، اعلان وکړ چې د چين د معلولينو فدراسيون رئيسه، په بېجينګ کې د معلولينو المپيک ژمنيو لوبو د تشکيلاتي کمېټې اجرايوي رئيسه، د چين د معلولينو المپيک د کمېټې رئيسه مېرمن جانګ های دي دغه مقام ته کانديده شوې چې له کانادا، برازيل او ډنمارک څخه د دريو کانديدانو سره به يو ځای د معلولينو المپيک د نړيوالې کمېټې رياست لپاره سيالي وکړي.
د معلولينو المپيک د نړيوالې کمېټې د غړو عمومي غونډه به د راتلونکي سپتمبر په ۸مه نېټه د عربي متحده امارات په ابوظبي کې تر سره شي. په دې غونډه کې به د معلولينو المپيک د نړيوالې کمېټې عمومي ټاکنې تر سره شي چې پوسټونه يې يو رئيس، د رئيس يو مرستال او ۱۰ اجرايوي غړو په شمول دي. په عين وخت د چين د معلولينو فدراسيون د شورا مرستيال او د چين د معلولينو المپيک کمېټې مرستيال ښاغلی جا يونګ د اجرايوي غړي کانديد شوی دی.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |