د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،په افغانستان کې د وسله والو طالبانو د پسرلنيو بريدونو د رارسېدو سره سره په پروان ولايت کې د امريکايي ځواکونو پر پوځي اډې د بريد له امله ۸ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې،پر ځايي وخت د جون د ۱۹مې نېټې په شپه ۱۰ افغان امنيتي کسان له ګزمۍ څخه د بګرام اډې ته د بېرته ستنېدو په لار کې له بريد سره مخامخ شوي چې له امله يې ۸ تنه وژل شوي او ۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه پورې د بريدګر د هويت په اړه مالومات نه شته او هېڅ کس يا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نده اخيستې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |