د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين او امريکا ترمنځ د ديپلوماتيک امنيت د لومړي پړاو ډيالوګ به د جون په ۲۱مه نېټه د امريکا په واشينګټن کې تر سره شي. د دې خبر په هکله چې امريکا ويلي چې دواړه هېوادونه به په ډيالوګ کې د شمالي کوريا د ذروي مسئلې، جنوبي سمندر مسئلې او د تروريزم پرضد د مبارزې په اړه بحث وکړي، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ ښوانګ د جون په ۲۰مه نېټه وويل، چې دواړه خواوې به د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ سيمه ييزو او نړيوالو مسئلو په باب خبرې اترې وکړي. هغه پر دې ټينګار وکړ چې چين غواړي د ډيالوګ د برياليتوب لپاره له امريکا سره ګډ کوښښ وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |