د سين هوااژانس د خبر له مخې: په م م کې د چين دايمي استازي ليو جي يې د جون په ۲۰مه نېټه له فلسطين او اسرائيلو څخه غوښتنه وکړه چې زغم وساتي، ژر تر ژره خپلمنځي خبرې اترې بيا پيل کړي او د دوو هېوادونو لايحه عملي کړي.
ليو جي يي د فلسطين د مسئلې په هکله غونډه کې وويل نړيواله ټولنه بايد د يو خپلواک فلسطين د جوړولو او په سوله کې د فلسطين او اسرائيلود ګډ ژوند پر سم لور ټينګار وکړي. د هغه فلسطين جوړول چې د ۱۹۶۷ کال د سرحدي کرښې پر بنسټ دی، په ختيځ بيت المقدس کې پلازمينه جوړه شي او بشپړ ملي حاکميت لري، د فلسطينيانو نه بېلېدونکی حق او د فلسطين مسئلې د حلولو کليې ټکی دی. بېلا بېلې خواوې بايد د ځمکو په بدلولو سره د سولې د ساتلو د اصولو، د دوو هېوادونو د لايحې، په عربي هېوادونو کې د سولې د وړانديز او د م م د امنيت شورا د اړوندو پريکړه ليکونو پر بنسټ د سوله ايز بهير هڅونه وکړي.
ليو جي يي وويل چې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د خبرو اترو بيا پيل د دواړو هېوادونو د خلکو له ګټو سره سمون لري. هغه وويل د نړيوالې ټولنې ګډې نظريې او ګډ کوښښونه د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې د حلولو اړين بهرنی شرط دی. هغه وويل چې چين د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د سولې په موخه د نړيوالې ټولنې له هر ډول هلو ځلو څخه ملاتړ کوي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |