CRI Online

م م له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه د کډوالو مسئله حل کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-06-21 09:23:38

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جون ۲۰مه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره وه. د م م سرمنشي انتونيو ګوټيريس په همدې ورځ د کډوالو مسئلې د حل و فصل او د کډوالو د حقوقو ساتلو په هکله له سياسي لارې د بحران د سرچينو د ليري کولو غوښتنه وکړه او پرمختلليو هېوادونو ته يې بلنه ورکړه چې لا زياتې دندې پر غاړه واخلي او ورته لا زيات ملاتړ برابر کړي.

ګوټريس د م م په عمومي مقر کې يوه خبري ناسته کې وويل چې په وروستيو کلونو کې دغه حالت لا نور زيات شوی چې پرمختلليو هېوادونو د کډوالو پر مخ سرحدې دروازې تړلې، کډوال يې رد کړي او پر کډوالو يې تور لګولی چې په ترهګريزو بريدونو کې لاس لري. هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د کډوالو حقوقو درناوی وکړي. بېلا بېل هېوادونه پايد د کډوالو د ساتلو سيستم وساتي او دا وپيژني چې بشري مرسته د کډوالو بحران په بنسټيزه توګه نه شي حلولی. هغه وويل چې پرمختيايي هېوادونو د نړۍ ۸۰ سلنه کډوال منلي او له پرمختلليو هېوادونو څخه يې غوښټنه وکړه چې له کډوالو او کډوال مينوونکو هېوادونو سره مرسته وکړي او په خپلو هېوادونو کې لا زيات کډوال ومني.

د م م د کډوالو چارو ادارې د جون په ۱۹مه نېټه د يو راپور په خپرولو سره وويل چې د ۲۰۱۶ کال تر پايه پوري په ټوله نړۍ کې د کډوالو او د بي کوره شويو کسانو شمير ۶۵ مليونه او ۶ لکه تنو ته رسيدلی دی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای