د سين هوااژانس د خبر له مخې،د افغانستان په کابل کې د جون په ۲۰مه نېټه د مظاهره کوونکو او پوليسو تر منځ شخړه وشوه چې له امله يې دوه تنه مړه او اته تنه نور ټپيان شول.
د شواهيد له مخې د جون د ۲۰مې نيټې په سهار په لسمه ناحيه کې د پوليسو لخوا د لاريون کوونکو تيتيدل د مظاهره کوونکو د ناخوښې سبب شو چې له امله يې له پوليسو سره لانجې وکړې.
له دغې پيښې وروسته د افغانستان اجرائيوي مشر عبدالله عبد الله د دې پخلی وکړ چې هغه مظاهره کوونکي شتون درلود چې له پوليسو سره په شخړه کې مړه شول.هغه وويل چې خلک د نظريو څرګندولو حق لري او پوليس د نظم ساتلو په وخت کې بايد زغم وساتي او امنيتي څانګو ته يې هدائيت کړی چې د دغې پيښې پلټنه وکړي.
د مې په ۳۱مه نېټه په کابل کې سختې چاودنې وشوې چې له امله پې سل ګونو تنو ته مرګژوبله واوښته. له دغې چاودنې وروسته ځايي خلکو لاريونونه تر سره کړل او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې د پلازمينې امنيت وساتي. د حون په ۲مه نېټه مظاهره کوونکو له پوليسو سره شخړه وکړه چې څو تنو ته مرګژوبله پکې ورسېده.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |