CRI Online

د سره صليب نړيواله ټولنه: په ښارونو کې جګړې زياتې شوې

cri     (GMT+08:00) 2017-06-21 09:53:53

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د حون ۲۰مه نېټه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره وه او په دې ورځ د سره صليب نړيوالې ټولنې د يو راپور په خپرولو سره ويلي چې په ۲۱مه پيړۍ کې د جګړې يوه مهمه ځانګړتيا دا ده چې د مړينې کيدو زياتې پيښې په ښارونو کې شوې دي.

په راپور کې راغلي چې په ښارونو کې جګړه يو عادی حالت ګرځيدلی دی او عادي خلک په ښاري جګړه کې له لا نورو سختو تاوانونو سره مخامخ دي. څرنګه چې په ښارونو کې د جګړو ښکيلې خواوې د جګړو د لارو له امله پوځي هدفونه او ملکي بنسټيز تاسيسات نه ويشل کړی او حتي د ملکي بنسټيزو تاسيساتو په کارولو سره يا په مستقيمه توګه ورباندې بريدونه تر سره کړل.

په راپور کې ويل شوي په تېرو دريو کلونو کې په سوريه او عراق کې د نښتو له امله په مړه شويو کسانو کې ۷۰سلنه ښاريان و. له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۵ کال پوري د ټولې نړۍ د جګړو او نښتو له امله په مړه شويو ملکيانو کې نژدی ۵۰سلنه برخه په سوريه، عراق او يمن کې و.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای